د هند ځيني هندوان د "مذهبي سيلګرۍ" په ترڅ کې پاکستان ته تللي
د پاکستان د هندو کونسل مشر او واکمن تحريک انصاف ګوند قامي اسمبلي غړي ډاکټر رميش کمار وانکواني د جنورۍ پر دويمه نيټه مشال راډيو ته وويل چې دا لومړي ځل دی چې په پاکستان کې د مذهبي سيلګرۍ په نامه لړۍ پيل شوې. د هغه په خبره دا د هندوانو څلور ورځنۍ دوره ده.