طالبان: ننګرهار کې د ۳ انسان تښتونکو په ګډون یو زرګر هم وژل شوی
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په را استول شوېو معلوماتو کې ویلي چې د ملي امنیت ځواکونو د یوه استخباراتي راپور پر بنسټ نن سهار وختي د دغه ولايت د مرکز جلال اباد د لومړۍ ناحيې اړوند قصبې سيمه کې د وسله والو انسان تښتوونکو پر یوه پټن ځای عمليات کړي چې د وسله وال مقاومت په ترڅ کې يې درې انسان تښتوونکي ووژل شول او دوه انسان تښتوونکي د شپږ ميله سپکو او درنو وسلو او یو شمېر چاودېدونکو توکو سره ژوندي ونيول شول.
د دغو معلوماتو له مخې، د انسان تښتوونکو ياد پټنځای له منځه وړل شوی او عمليات په برياليتوب سره پای ته رسېدلي.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغو عملیاتو کې د انسان تښتوونکو له خوا یو تن تښتول شوی زرګر چې له څه مودې راهیسې په دغه پټن ځای کې پټ ساتل کېده، د تښتوونکو په ډزو وژل شوی دی.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په دې عملیاتو کې د یوه طالب سرتيري د وژل کېدو پخلی هم کړی دی.