هلمند کې د مارجې د والیبال لوبډله د سیالیو اتله شوه
د المپیک د ملي کمېټې د معلوماتو پر بنسټ دا سیالۍ چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې، اتو لوبډلو په کې ګډون کړی وو.
د سیالیو پایلوبې ته د بُست او مارجې ولسوالۍ لوبډلې ووتلې چې د مارجې لوبډلې ۳ د صفر پر وړاندې بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه او د هلمند د والیبال سیالیو اتلولي یې وګټله.
په هلمند کې والیبال سیالۍ د دې ولایت د ورزش امریت په هڅو جوړې شوې وې.