'WHO': روان کال کې سل افغان ماشومان د شري ناروغۍ وژلي
د 'WHO' ویانده مارګریت هاریس پرون جمعه له کابله د ویډیو کنفرانس له لارې په جنیوا کې خبریالانو ته وویل، د دې ناروغۍ خپراوی په ځانګړي ډول ځکه د اندېښنې وړ دی چې افغانستان د غذايي بې امنیتۍ او خوارځواکۍ له ستونزو سره لاس ګرېوان دی.
مېرمن هاریس زیاته کړه شری د هغو ماشومانو لپاره چې خوارځواکۍ ځپلي دي، د مرګ د حکم حیثیت لري.
د WHO ویاندې په افغانستان کې د ناروغیو د څارنې او معایناتو په برخه کې د سمدستي اجراآتو پر اړتیا ټینګار وکړ خو هغې زیاته کړه چې که د ناروغیو د معلومولو لپاره څارنه وشي که ونه شي، شری په خپرېدو دی.