په خوست کې ۹ کسان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي
نن پنجشنبه (د لړم په ۶مه نېټه) د خوست د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرضد مدیریت مدیر مولوي محمد صابر صابري رسنیو ته وویل، له یادو کسانو ۳ تنه د قتل، یو تن د نشه يي توکو د کاروبار او ۵ تنه د غلا په تور د امنیتي او کشفي ادارو د منسوبینو له خوا نیول شوي دي.
د خوست امنیتي چارواکو چې د امنیه قوماندانۍ د وروستیو لسو ورځو لاسته راوړنې د رسنیو سره شریکولې وویل، د نشه يي توکو د پلورنکي سره شل کیلو نشه يي توکي او د موټر تښتونکو یو موټر هم نیول شوی چې خپل مالک ته به يې وسپاري.
د خوست امنیه قوماندان مولوي محبوب الله قانت بیا د رسنیو خبریالانو او استازو ته وویل، د دوی منسوبینو په دې ولایت کې د ډاډمن امنیت لپاره خپل تدابیر ډېر کړي دي.
نوموړي د خلکو او قومونو هم وغوښتل چې د امنیت د ټېنګښت په کار کې له امنیتي او کشفي ادارو سره همکاري وکړي.