د ناقانونه پیسو د څار نړيواله اداره: پاکستان خپل خړ لېسټ کې ساتو
دې پاریس مېشتې ادارې بېګا تر خپلې درې ورځنۍ سرمشریزې وروسته ازادي راډیو ته په استولي بیان کې ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ تمویل مخنیوي په برخه کې له ۲۷ څخه ۲۶ سپارښتنې عملي کړي دي.
د اېف اې ټي اېف مشر مارکوس پلېیر تر سرمشریزې وروسته خبري غونډې ته وویل، اسلام اباد دې د ترهګرو ډلو د مشرانو ضد اقدامات وکړي.
د لشکر طیبه، جماعت الدعوه او تحریک طالبان پاکستان په ګډون یو شمېر پاکستان مېشته ډلې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېسټ کې شاملې دي.
اسلام اباد وار له مخه د لشکر طیبه او جماعت الدعوه مشران ذکي الرحمان لکوي او حافظ سعید د ترهګرۍ تمویل په تورونو سزا کړي او اوسمهال بندیان دي.
د پاکستان د انرژۍ چارو وزیر حماد اظهر بېګا د اېف اې ټي اېف اقدام یو ((ښه خبر)) وباله او پر ټوېټر یې په بیان کې زیاته کړه چې هغې ادارې منلې چې پاکستان د ترهګرۍ تمویل او تورو پیسو سپینولو په لړ کې پرمختګ کړی دی.