د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان لومړۍ له سکاټلنډ سره مخ کیږي
ټاکل شوې ده چې د اکتوبر په ۲۵ مه (د دوشنبې ورځ) د افغانستان لوبډله له سکاټلنډ سره مخامخ شي.
سکاټلنډ له بي ګروپ څخه نړیوال جام سیالیو ته لاره ومونده.
سکاټلنډ پرون د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۷ اورونو کې د عمان د ۱۲۲ منډو هدف پوره کړ او سیالي یې وګټله.
دې ټیم د خپل ګروپ لومړی ځای واخېست او د نړیوال جام د دولسو غوره ټیمونو ګروپي سیالیو ته ووت.
د افغانستان دوهمه سیالي به د اکتوبر ۲۹ مه له پاکستان سره وي.
د کرکټ د نړیوال جام په نورو لوبو کې بیا نن د نامېبیا او ایرلینډ او د سريلنکا او هالنډ لوبډلې لوبه کوي.
تر نننیو لوبو وروسته به د ۱۲ غوره لوبډلو سیالۍ پیل شي چې په کې د نړۍ مخکښې لوبډلې له یو بل سره مخ کېږي.
د متحده عربي اماراتو او عمان په کوربه توب د کرکټ د شل اوریزو سیالیو سږنی نړیوال جام د نوومبر تر ۱۴مې نېټې دوام کوي.