روسیه کې د باروتو د جوړولو په فابریکه کې چاودنې ۱۶ کسان وژلي
په دغه پېښه کې یو تن بل ټپي شوی دی.
د ټاس خبري اژانس په حواله چې پېښه د مسکو ښار څخه ۲۷۰ کیلومتر لېرې د رایزان سمیې د باروتو جوړلو په یوه فابریکه کې شوې.
له دغې چاودنې وروسته د اورلګېدنې د کابو کولو لپاره د اضطراري حالت ۱۷۰ کار کوونکي او د نجات ۵۰ نقلیه وسیلې سیمې ته استول شوي دي.
د اضطراري حالت وزارت سرپرست الکساندر چوپيریان د پېښې په سیمه کې رسنیو ته ويلي چې د باروتو جوړولو په دغه فابریکه کې د ټکنالوژۍ د پروسس د بهیر له چارو سرغړونه د چاودنې سبب شوې.