د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې اغلې شېرمن او ښاغلي قریشي د افغانستان پر روان وضعیت، د سیمې امنیتي حالاتو او دوه اړخیزو اړیکو باندې بحث کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې اغلې شېرمن د پاکستان ستاینه کړې چې له افغانستانه د امریکا او نورو هېوادونو د اتباعو په ایستلو او هم په سیمه کې د امنیت د راوستلو لپاره هڅې کړې دي.
د قریشي په حواله راغلي چې امریکا او پاکستان د افغانستان په تړاو یو فکر لري او پاکستان د افغانستان له نوې ادارې تمه لري چې د امن او ټیکاو د راوستو ترڅنګ د ټولو افغانانو د ژوند د ښهوالي لپاره کار وکړي.
وېنډي شېرمن بېګا اسلاماباد ته رسېدلې ده.
په اسلاماباد کې د امریکا سفارت له قریشي سره د هغې د لیدنې په تړاو تر اوسه جزئیات نهدي خپاره کړي، خو د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار معید یوسف سرهیې د هغې د بېګانۍ لیدنې په اړه یوه لنډه اعلامیه خپره کړې ده.