طالبان: ډېر ژر به له ۶م ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېستل شي
دا خبره د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد نن رسنیو ته وکړه.
هغه وویل، د لوړو ټولګیو د پرانېستې لپاره په یوه طرزالعمل کار روان دی، څو د ده په خبره نجونې په مصوونه توګه ښوونځي ته ولاړ شي.
طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې په تړاو یې ګام وانه خیست.
دې چارې ګڼ تُند غبرګونونه وپارول.