انس حقاني: د 'مارک فریرکس' په اړه د طالبانو او امریکا خبرو ته هیلهمند یم
![انس حقاني: د 'مارک فریرکس' په اړه د طالبانو او امریکا خبرو ته هیلهمند یم](https://gdb.rferl.org/2483d8af-1cb4-47db-bc51-99ca2fa60ec5_w800_h450.jpg)
د طالبانو یو جګپوړی چارواکی انس حقاني وایي، هیلهمن دی چې د یرغمل شوي امریکایي قراردادي مارک فریرکس د موضوع په اړه د طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ خبرې نتیجه ورکړي.
حقاني نیوزویک مجلې ته ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په دې اړه خبرې کړې دي.
نیوزویک مجلې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې د فریرکس د یرغمل کېدو خبر ورکړی او ویلي و چې نوموړی د حقاني شبکې کسانو تښتولی دی.
انس حقاني د حقاني شبکې د بنسټ ایښودونکي جلاالدین حقاني زوی او د سراجالدین حقاني ورور دی چې د سولې د هڅو په ترڅ کې په ۲۰۱۹ کال د بګرام له زندان څخه خوشې شوی و.
حقاني د طالبانو اړوند هغه شبکه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت شااوخوا ۱۰ کاله مخکې یوه ترورېستي ډله نومولې ده.