عزیزي بانک: د مرکزي بانک تر پرانیستو خپل فعالیت ځنډوو
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې دغه بانک هره ګړۍ د خپل فعاليت لپاره چمتوالی لري.
دا په داسې حال کې ده چې نن شنبه (د وږي ۶مه) د کابل ښار ځينو سيمو کې خلکو د عزیزي بانک د نه فعالیت په تړاو د یاد بانک د ښاري څانګو مخې ته لاريونونه کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ ویلي و چې نن او سبا به ټول دولتي او خصوصي بانکونه پرانیستل شي.