بریتانیا له کابل هوایي ډګره د خلکو د ایستلو د اسانتیاوو پروسه بنده کړه
وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې اوس د بریتانوي وګړو او نورو چې کارونهیې بشپړ شوي او په هوایي ډګر کې دننه دي، پر ایستلو هڅې متمرکزې دي.
په بیان کې دغهراز ویل شوي چې نور خلک به هوایي ډګر ته د ایستلو لپاره ورونهغواړي.
د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس ویلي، دا ډېر د خواشینۍ ځای دی چې د دغې پروسې په ترڅ کې ټول کسان له افغانستانه ونهایستل شول.
تر اوسه بریتانیا له ۱۳ زره او ۷۰۰ زیات بریتانوي وګړي او نور افغانان د کابل له هوایي ډګره ایستلي دي.