روسیه له افغانستانه خپل ۴۰۰ وګړي باسي
دا خبره نن د روسیې خبري شبکو د دغه هېواد د دفاع وزارت په قول وکړه.
ویل شوي چې په روسي الوتکو کې به د ډلهییز امنیت د غړو هیوادونو او همداراز اوکراین اتباع هم له افغانستانه وایستل شي.
د ایران لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رابرټ مالي ویلي، نهپوهېږي چې ایران د ۲۰۱۵ کال په اټمي موافقه کې د خپلو ژمنو عملي کولو ته راګرځي او که نه.
ښاغلي مالي پرون د ازادي راډیو له ایراني څانګې راډیو فردا سره په مرکه کې وویل، واشنګټن اندېښنه لري چې ایران به د اټمي موافقې د احیا په خبرو کې لا سخت دریځ خپل کړي.