افغان روبات جوړونکو انجونو خپل هیواد پرېښود
د افغانستان د انجونو د روباتیک ټیم یو شمېر غړو خپل هیواد پرېښی.
د دې ډلې پنځه تنه یې پرون سه شنبه مکسیکو ته ورسېدې، او د مکسیکو چارواکو یې تود هرکلی وکړ. هغوی د افغانستان د زرګونو کسانو له ډلې دي چې کابل ته د طالبانو تر راتګ وروسته له هیواده ووتل.