د ۷۷ افغان سېکهانو په ګډون ۶۲۴ کسان هند ته انتقال شول
ښاغلي پوري پرون سې شنبه (د وږې په ۲مه) هندي رسنیو ته د ټولو هغو افغان سېکهانو په اړه معلومات ورکړل چې د اګسټ له ۱۵مې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هند ته انتقال شوي دي.
نوموړی زیاتوي: "ټول هغه شمېر چې وتلی ۶۲۶ او د ټولو افغان سېکهانو شمېر ۷۷ ته رسېدلی."
د ښاغلي پوري په وینا په دې ډله کې هغه کارګر شامل نهدي چې په کابل کې یې د هند په سفارت کې کار کړی دی.