طالبانو ګل اغا شیرزي ته د "افغانستان د بلډوزر" لقب ورکړ
په خواله رسنیو د طالبانو ګڼ مشران او ګل اغا شیرزی ښکاروي چې شیرزی د طالب مشرانو په هڅونه له دې ډلې ملاتړ اعلانوي.
شیرزي ته د بلډروز لقب د افغانستان د پخواني ولسمشر حامدکرزي په دوره کې د ښار جوړوونې وزارت په چوکاټ کې د هغه د هڅو په خاطر ورکړل شوی و.
د طالبانو مشرانو په تېره بیا خلیل الرحمن حقاني دا وروستۍ څو ورځې ځینې افغان سیاستوال د دې ډلې ملاتړ ته ور جلب کړي.