امریکا وايي د کابل نړیوال هوايي ډګر د خوندیتوب لپاره اقدامات کوي
دوی دا اقدام وروسته تر دې کوي چې وسلهوال طالبان کابل ته ننوتل او ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه ووت.
د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو پرون په ګډه اعلامیه کې ویلي، د امریکا او متحدانو پرسونل به په ملکي او پوځي الوتنو کې سر له ننه له افغانستانه وځي او دا لړۍ به څو ورځې دوام کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي، په راروانو ۴۸ ساعتونو کې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر نږدې ۶،۰۰۰ ته زیات شي چې مأموریت بهیې تر ډېره د دغو چارو پر اسانتیا متمرکز وي.