امریکا د خوندیتوب کمزوري سیستم لرونکو ته د کرونا ضد واکسین بل ستن لګوي
د دې ادارې په وینا، له دې سره به دغو کسانو ته د کرونا ویروس په وړاندې بهتر خوندیتوب په برخه شي.
د خوړو او درملو د تنظیم ادارې پرون اعلان وکړ چې دا پلان به پر ملیونونو امریکایانو تطبیق شي چې د بدن د غړو د پیوند، ځانګړو سرطانونو یا هم نورو اختلالاتو له کبله زیانګالي دي.
د فرانسې او اسرائیل په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم خپلو وګړو ته د واکسین د بلې ستنې لګولو وړاندیز کړی دی.