د کووېډ-۱۹ ډېلټا بڼه؛ امریکا کې په دې ناروغۍ اخته کسان بیا زیات شوي
د مثبتو پېښو شمېر په ځانګړي توګه په جنوب کې زیات دی. په دغو ایالاتونو کې ارکنسا، فلورېډا، لویزیانا او مسیسيپي شامل دي چې په ټوله امریکا کې ډېرې د کووېد-۱۹ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
د دې تر څنګ راپورونه ورکړل شوي چې دا ویروس هغو سیمو ته هم تللی چې خلک په کې واکسین شوي دي.
په تېرو اوو ورځو کې په امریکا کې د کووېد-۱۹ د مثبتو پېښو شمېر هره ورځ په اوسط ډول ۱۱۰,۰۰۰ ته رسېدلی دی. له دې سره د مثبتو پېښو شمېر په تېرو دوو اوونیو کې دوه چنده لوړ شوی دی.
تر ۶۵۰۰۰ زیات خلک بستر شوي دي او د ویروس نوې بڼه په داسې حال کې خپره شوې چې د امریکا شپېته فیصده نفوس 'تر ۱۲ کلن او لوړ عمر لرونکي کسان' د واکسین کېدو وړتیا لري.
خو د نوېو مثبتو پېښو، بستر شوېو او مړینو اکثریت په هغو سیمو کې دی چې نه دي واکسین شوي.
د امریکا د کوچنیانو د روغتیا اکاډمي د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې ۹۴۰۰۰ کوچنیان په دې ویروس اخته شوي دي او دا د ټولو مثبتو پېښو ۱۵ فیصده جوړوي.
نور راپورونه وايي چې د امریکا او کاناډا ترمنځ پوله د هغو کسانو پرمخ پرانېستل شوه چې بشپړه واکسین شوي دي.
دا پوله ۱۷ میاشتې پرته له لازمي سفره د خلکو پر مخ تړلې وه، خو اوس هم د کاناډا وګړي نه شي کولی پرته له لازمي سفره امریکا ته ننوځي.
په اروپا کې فرانسې د سې شنبې په ورځ له خلکو غوښتل پیل کړل چې رسټورانونو او کافي ګانو ته د تګ لپاره او بسونو، الوتکو او ټرین کې د سفر لپاره دې روغتیايي پاڼې له ځان سره ساتي.
هغو کسانو ته ځانګړي روغتیايي پاڼې ورکول کېږي چې د کووېډ-۱۹ پرضد واکسین شوي وي، په وروستیو کې له کووېډ-۱۹ څخه رغېدلی وي او یا هم د ټېسټ منفي نتیجه ولري.
په فرانسه کې ۳۶ میلیونه کسان بشپړه واکسین شوي چې دا د دې هېواد د نفوس ۵۴ فیصده برخه ده.
په همدې حال کې چین د اګسټ په نهمه نېټه ۱۴۳ نوي پېښې ثبت کړي دي.