جو بایډن وايي د طالبانو د حملو په وړاندې د مشرتابه او ارادې وخت دی
ولسمشر بایډن په داسې حال کې پر افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو حساب کوي چې د رسنیو د راپورونو له مخې نوموړي د «بي-۵۲» او د سپکټر په نوم په وسلو سمبالو الوتکو ته امر کړی چې په افغانستان کې طالبان په نښه کړي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امریکا «بي-۵۲» الوتکو د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې پر طالبانو بمباري کړې ده.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا برید پرون ماښام شپږ نیمې بجې وشو او طالبانو تهیې درنه مرګژوبله اړولې ده.
د فواد امان په وینا د امریکايي الوتکې په بمبارۍ کې د طالبانو د ډېر شمېر وسلو او مهماتو ترڅنګ د هغو تر ۱۰۰ ډېرې نقلیه وسیلې هم ویجاړې شوې دي.
د ټایمز او مېل ورځپاڼو د راپور پر اساس د لښکرګاه، کندهار او هرات په شااوخوا کې د طالبانو مورچې بمبار شوې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.