محمد یوسف صادق د تاجکستان د والیبال لوبډلې سر روزونکی شو
د افغانستان د والیبال فدارسیون د مطبوعاتي دفتر غړې فرشته استوار وايي، دا لومړی ځل دی چې یو افغان روزنکی په بهر کې د یوې لوبډلې مسوولیت پر غاړه اخلي.
ټاکل شوې، د محمد یوسف صادق تر څار او لارښونې لاندې د تاجکستان د والیبال ملي لوبډله د روانې اګسټ میاشت په ۱۵مه نېټه د مرکزي اسیا په سیالیو کې ګډون وکړي.