د کرکټ شل اووریز جام په اړه د پاکستاني کرکټر شعیب اختر وړاندوینه
د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني تېزتوپ اچونکی شعیب اختر وايي، د راتلونکې شل اووریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته به افغانستان، هند، پاکستان او ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې لاره پیدا کړي.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د یادو څلورو لوبډلو له ډلې به هند او پاکستان د نړیوال جام پایلوبه وکړي او د پایلوبې ګټونکی هېواد به پاکستان وي.