لینا علم د 'امجن انډیا نړیوال نندارتون' د څارونکي پلاوي غړې وټاکل وشوه
دا پروسږ کال هم د دې نندارتون د څارونکي پلاوي غړې وه.
مېرمن علم ازادي راډیو ته وویل: "کوم فلمونه چې یې ماته را استولي باید تر ټولو غوره هنرمندان پهکې انتخاب کړم. له ۱۷ هېوادونو ۲۹ فلمونه د سیالیو لپاره غوره شوې دي."
دا نندارتون د سپټمبر له ۲۴مې د اکټوبر تر نهمې د اسپانیا په مادرید کې ترسره کېږي.