چارواکي: په سرپل کې ۳۶ شنې خونې جوړیږي
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د زمري ۱۲مه) ازادي راډيو ته ویل، دغه شنې خونې چې هر یوه یې اته په ۲۰ مترو کې ده، د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړېږي.
د ښاغلي رستمي په خبره یادې شنې خونې چې د رغولو ټولیز لګښت یې ۲۵ میلیونه او ۹۰۰ افغانۍ دی، له تشویقي بودجې څخه د سبو د کرکېلي دودولو په پار جوړېږي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په یاد ولایت کې له دې وړاندې هم د کرنې ریاست او همکارو موسسو له خوا د سبو د کرکېلي په پار ۱۶۴ شنې خونې جوړ شوي دي.