نی: طالبانو د ارزګان 'دهراوود غږ' راډیو وسایل لوټ کړي او ودانۍ یې ورنړولې
د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل هم تأیید کړې چې طالبانو د دهراوود غږ راډیو ودانۍ نړولې او د راډیو وسایلیې لوټ کړي دي.
د رسنیو د ملاتړ ادارې، نی پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې رسنیو او خبریالانو ته زیان وانهړوي.
نی وايي، سره له دې چې طالبانو ویلي و چې له خبریالانو او رسنیو سره کار نهلري، خو اوس لیدل کېږي چې دوی د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي او غړي یې د رسنیو لوټ او ویجاړولو ته دوام ورکوي.
د نی د راپور پر اساس، تر دې وړاندې طالبانو د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د وطن راډیو وسایل لوټ کړي وو او د دې راډو غږ یې د تل لپاره غلی کړ.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د نی د دغې ادعا په اړه غبرګون نهدی ښودلی.