د بلخ چارواکي: نامعلومو کسانو د ملي امنیت یو کار کوونکی وواژه
د امنیې قوماندانۍ ویاند، عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل، د مایل خان په نوم د ملي امنیت د ښاري مدیریت کار کوونکی، د مزار شریف په پنځمه امنیتي حوزه کې وژل شوی دی.
تر اوسه د حمله کوونکو د هویت په باب څه نه دي ویل شوي او د پېښې مسوولیت هم چا نه دی منلی.