د ۲۰ اوره نړیوال جام لوبو ګروپونه اعلان شول
افغانستان له پاکستان، هند او نیوزیلنډ سره په (الف) ګروپ کې او په (ب) ګروپ کې انګلستان، استرالیا، جنوبي افریقا او وېسټ اینډیز یوځای شوي دي.
د بنګلهدېش او سریلانکا په ګډون اته لوبډلې بیا په دوو هغو ګروپونو کې شامل دي چې یوازې دوه لوبډلې بهیې (الف) او (ب) ګروپ ته لاره کوي.
ټاکل شوې وه چې دا نړیوال جام د هند په کوربهتوب په هند کې وشي، خو د کرونا وبا له امله دا لوبې فارس خلیج ته لېږدېدلې دي او تمه ده چې د اکټوبر له ۱۷مې د نومبر تر ۱۴مې په متحده عربي اماراتو او عمان کې ترسره شي.