چارواکي: د کابل ۸مه ناحیه کې چاودنې دوه ملکیان وژلي
د دې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل چې دا پېښه د کارته نو په سرتپه کې نن سهار هغه مهال وشوه چې د رهنمایي معاملات په یوه دفتر کې ځای پرځای شوي چاودیدونکي مواد وچول.
فرامرز په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو دومره یې وویل چې په دې اړه څېړنه پیل شوې ده.