د ایران د اټمي برېښنا د تولید یوازنۍ بټۍ 'بوشهر' یو ځل بیا فعاله شوه
د بوشهر د اټمي بټۍ مشر دا خبر نن دوشنبه د دولتي رسنیو له لارې ورکړ.
ایسنا خبري اژانس د محمود جعفري له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وايي، هغه تخنیکي عارضه چې له کبلهیې بټۍ او د هغې زر مېګاواټه رېکټر غیر فعال شوي وو، لیرې شوې او ورسره د برېښنا تولید بیا پیل شوی دی.
جعفري چې په عین حال کې د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې مرستیال مشر هم دی، وویل چې د برېښنا جریان پرون یکشنبه وصل شو.
د جون په ۲۰مه نېټه د ایران د اټمي انرژۍ ادارې وویل چې د تخنیکي عارضې له کبله د بوشهر اټمي بټۍ غیر فعاله شوې ده او تېره اوونۍ یې اعلان وکړ چې انجنیران د ویجاړ شوي رېکټر د ترمیم هڅه کوي.