بایډن: استخباراتي ادارې دې امریکا کې د تازه سایبري برید په اړه تحقیقات وکړي
په فلوریډا ایالت کې پر کاسیا نومي شرکت د دې برید د پراخوالي کچه لاهم نهده معلومه، خو د سایبري امنیت کارپوهان وايي دا د یوې روسي ژبې ډلې کار دی.
په همدې حال کې ځینو نورو شرکتونو هم ویلي دي چې د دوی پر سیستمونو برید شوی دی.
امریکايي رسنیو پرون د کارپوهانو له قوله راپور ورکړ چې د جولای په دوهمه د امریکا د خپلواکۍ د کلیزې په درشل کې د دې برید له کبله زرګونه کسان په لږترلږه ۱۷ هېوادونو کې زیانمن شوي دي.
د راپورونو له مخې سایبري جنایتکارانو له برید وروسته له متضررینو څخه له ۴۵ زره نیولې تر پنځه ملیون ډالرو پورې د باج غوښتنه کړې.