نشنل انټرسټ: ایران روسیه او چین افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي
د نشنل اڼترسټ خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې لیکلي، داسې مهال چې ایران روسیه او چین د امریکا له متحدو ایالاتونو سره په یوه ژیوپولټیک سیالۍ کې دي، دا درې هېوادونه د شریکو پولو او منځنۍ اسیا او اروپا ته د رسېدو په خاطر افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي.
لیکنه وړاندې وايي، د ایران لپاره افغانستان کې واک ته د طالبانو احتمالي رسېدل، د یوې داسې سني ډلې واک ته د رسېدو په معنی دي چې له سعودي عربستان سره نژدې اړیکې لري.
همدارنګه د روسیې او د پخواني شوروي د جمهوریتونو لپاره هم چې له افغانستان سره ګډې پولي لري واک ته د طالبانو راتلل، کولی شي د سیمې سخت دریځې اسلامپالې ډلې لکه د ازبیکستان اسلامي غورځنګ او چیچنیا کې ځینې افراطي اسلامپالې ډلې زړورې او پیاوړي کړي.
نشنل انټرسټ وړاندې لیکي:
چین که څه هم له افغانستانه ښايي د امریکا په شاتګ ته خوښ شي، خو په مرکزي او جنوبي اسیا کې د سخت دریځۍ د زیاتیدو اندېښنې هم ورسره سېوا کېږي او دا نه یوازې کولی شي چې د یو کمر بند یوې لارې په نوم د چین څو میلیارد ډالري پروژه له خطر سره مخ کړي، بلکې په چین کې د ایغور بیلتون پالو او ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ لپاره هم الهام بښوونکي ګرځیدلی شي.
خپرونې همدارنګه د افغانستان د سولې په بهیر کې پاکستان د اصلي لوبغاړي په توګه یاد کړی او وايي اسلام اباد له درې لسیزو راهېسې د طالبانو ملاتړ کوي او په پاکستان کې ازادي غوښتونکو خوځښتونو لکه د بلوڅ بیلتونپالو او پښتون ژغورنې غورځنګ ته پام هېڅکله نه غواړي طالبانو سره چې اکثریت مشران یې پښتانه دي مخالفت وکړي.
(یو. پي. ای) یونایټېډ پرېس انټرنیشتل
امریکايي خپرونې (یو. پي. ای) یونایټېډ پرېس انټرنیشتل بیا د افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه لیکنه کړې.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دې مې له لومړۍ نېټې راهېسې پیل شوي او د ولسمشر بایډن له اعلان سره سم به د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې بشپړ شي.
دې خپرونې لیکلي چې د امریکا متحده ایالاتونه په دې جګړه کې د بري د خپلولو لپاره بهترې ستراتیژۍ ته اړتیا لري.
یونایټېډ پرېس انټرنیشتل په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه د ویتنام له جګړې سره مقایسه کړې او لیکلي یې دي چې د امریکايي جنرال دوګلاس مک ارټر د زیات ټینګار له کبله چې ویل یې چین به مداخله ونه کړي، خو د چین د مداخلې له کبله ویتام په یو ناورین بدل شو.
وړاندې راغلي چې له ۱۲ کلونو وروسته امریکا له ۵۸ زره پرسونل سره او د بې شمېره ویتنامیانو له وژل کېدو وروسته په ۱۹۷۴ میلادي کال کې خپل وروستي هلیکوپټر له سایګونه چې د ماتې ځورونکی تصویر و پورته کړ او هغه ځای یې پرېښود.
په لیکنه کې وړاندې ویل شوي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د سېپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د جورج ډبیلو بوش ادارې په افغانستان برید وکړ، څو اسامه بن لادن او القاعده شبکه یې محاکمې ته راکاږي، خو د خپرونې په باور د امریکا د متحده ایالاتونو د پوځ قوماندانۍ اسامه بن لادن ته اجازه ورکړه چې د تورې بوړې غرونو کې وتښتي، ځکه چې د لیکوال په باور امریکايي ځواکونو په لوړو غرونو کې که د جګړې روزنه نه وه لیدلې.