پاکستان کې د لشکر طیبه بنسټګر حافظ سعید کور ته څېرمه چاودنې ۳ تنه ووژل
د پولیسو په وینا، په چاودنه کې چې د لشکر طیبه د سختدریځې ډلې د بنسټګر حافظ سعید کور ته څېرمه په یوه امنیتي پوسته کې وشوه، د پولیسو ترڅنګ ملکي وګړي هم شامل دي.
تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې چاودنې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.