د بلخ شولګره ولسوالۍ د 'وسلهوالو طالبانو' لهخوا ونیول شوه
د شولګرې امنیه قوماندان سید عارف اقبالي دغه موضوع تأیید کړې ده.
وسلهوالو طالبانو تېر ماښام د شولګرې ولسوالۍ او قوماندانۍ پر ودانیو ډلهییز بریدونه وکړل.
قوماندان وايي چې تر ۱۲ ساعته جګړې وروسته وسلهوالو د ولسوالۍ مرکز ونیوه.
ویل شوي په دې نښته کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې نهدی څرګند.