د میمنې ښار پر پوستو او د پشتونکوټ پر سبز سیمې بریدونه په شا وتمبول شول
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش رسنیو ته نن وویل چې د طالبانو د تېرې شپې په بریدونو کې د ملا شاکر په نوم د دې ډلې د یوه سیمهییز قوماندان په ګډون ۴ وسلهوال وژل شوي دي.
طالبانو چې د راپورونو له مخې تېره ورځ میمنه محاصره کړې وه، تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نهدي ويلي.