مولانا فضل الرحمن د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د ټول ګوندیزې غونډې د وړاندیز هرکلی وکړ
دا خبره نوموړي د جون پر ۲۰مه نېټه په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وکړه. مولانا فضل الرحمن دا هم وویل، چې د انتخاباتو کمېشن چارواکې دې هم د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره په ممکنه ټول ګوندیزه غونډه کې راوبلل شي، چې د هغوی دریځ واورېدل شي او لارښوونه ترې واخیستل شي.
شهباز شریف د جون په ۱۹مه نېټه د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د ټول ګوندیزې غونډې رابللو اعلان کړی وو خو د جون پر اوولسمه نېټه په وزیر اعظم هاوس کې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د یوې غونډې وروستو وزیراعظم عمران خان ویلي وو چې په انتخاباتو کې د ټګۍ مخنیوي لپاره یوازینی حل د الیکټرانک ووټک مشینانو د لارې ووټونه اچول دي. د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره حکومت یوه قانوني مسوده هم تیاره کړي ده او د مې په میاشت کې ولسمشر عارف علوي د انتخاباتو اصلاحاتو په اړه یو صدارتي فرمان هم جاري کړی وو او الیکشن کمېشن ته یې د الیکټرانیک ووټنګ مشینانو د اخیستلو امر ورکړی وو خو د الیکشن کمېشن د جون پر اتلسمه په خپور شوي یوه بیان کې هم د حکومت لخوا د الېکټرانیک ووټنګ مشینانو او د انتخاباتو اصلاحاتو لپاره د حکومتي بل په اړه نیوکې شوې وې.
حکومتي دریځ
وزیر اعظم عمران خان او د اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر تر دې وړاندې ویلي وو چې حزب اختلاف دې له حکومت سره د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره په قانون سازۍ کې مرسته وکړي خو د حزب اختلاف مشران بیا وايي چې حکومت د انتخاباتو په اصلاحاتو کې سنجیده نه دی نو ځکه خو یې په دغه لړ کې پارلیمان تر پښو لاندې کړي او صدارتي فرمان (ارډینسن) جاري کړی دی.
په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل د حزب اختلاف ګوندونه دریځ لري چې د ۲۰۱۸ز په عامو انتخاباتو کې ټګي شوې وه او پاکستان تحریک انصاف د پوځ په مرسته په دغه انتخاباتو کې بری موندلی وو خو واکمن تحریک انصاف په بیا بیا په دغه انتخاباتو کې لګول شوي تورونه ردوي او د پوځ د عامه اړیکو ای اېس پي ار ویاند مېجر جنرل بابر افتخار تر دې وړاندې ویلي وو چې په سیاست کې دې د پوځ له ښکېلولو څخه ډډه وکړل شي او د دوه زره اتلسم په ټاکنو کې پوځ سپاهیان د هغه وخت د نګران حکومت په سپارښتنه په انتخاباتو کې د امنیتي صورتحال د یقیني کولو لپاره پر پولینګ سټېشنونو درول شوي ول.