کاپیسا کې یو ورزشي جمنازیوم جوړ شو
په کاپیسا کې نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري یو ورزشي جمنازیوم ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست امر عنایت الله هلال ازادي راډیو ته وویل چې یاد جمنازیوم د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کاپیسا په مرکز کې جوړ شوی دی.
نوموړي وویل، دغه جمنازیوم په یو وخت د ۸۰۰ کسانو د ناستې ظرفیت لري چې د یو کال په موده کې جوړ شوی.
افغان چارواکي وایي، د دا ډول ورزشي جمنازیومونو جوړول د ورزش پرمختګ او پیاوړتیا کې رغنده رول لري.