نامعلومو وسلهوالو ننګرهار کې ۵ واکسیناتوران وژلي او ۴ نور ټپیان دي
د ننګرهار چارواکي وایي، نامعلومو وسله والو پنځه واکسیناتوران وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وایي چې دا تلفات د څو بریدونو په ترڅ کې اوښتې دي: "له بده مرغه نن سهار د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار، خوګیاڼو او سره رود ولسوالیو کې پر واکسیناتورانو پنځه بریدونه شوي دي چې پنځه رضاکاران شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي."
ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه چې په ټپیانو کې د دوو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د دې بریدونو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.