ارزګان والي: چوره او خاص ارزګان کې د طالبانو پلانونه شنډ شول
د ارزګان والي وايي، په چوره او خاص ارزګان ولسوالیو کې د طالبانو هغه پلانونه شنډ شوي چې غوښتل يې یادې ولسوالیو ته سقوط ورکړي.
والي محمد عمر شېرزاد وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د ارزګان په خاص ارزګان او چوره ولسوالۍ کې بریدونه کړي چې په وینا یې افعان پوځيانو يې بریدونه په شا تمبولي دي.
ښاغلي شېرزاد رسنیو ته په لیږلي ویډیويي پیغام کې ویلي: "تېره ورځ طالبانو د ماسپښین پر دريېو بجو پر چورې ولسوالۍ برید وکړ چې د شپې تر ۱۲ بجو پورې یې دوام درلود، دې جګړه کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۳۰ پورې نور بیا ټپیان دي، په ټپیانو کې د خاص ارزګان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي قوماندان چې چورې ولسوالۍ ته د جګړې لپاره ورغلی و، شامل دی."
والي په چوره ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو په اړه څه ونه ویل چې مرګ ژوبله ورته اوښتې او که نه؟ خو نوموړي زیاته کړه، یاده ولسوالۍ ته تېره شپه اضافي کمانډو ځواکونو رسیدلي دي.
ښاغلي شېرزاد د خاص ارزګان ولسوالۍ د سقوط اوازې رد کړې او په وینا یې یوازې یو شمیر امنیتي پوستې له ځايه بې ځایه شوي دي.
هاخوا بیا د خاص ارزګان ولسوالۍ ځايي چارواکې وايي چې له ولسوالۍ څخه یې تکتیکي شاتګ کړی دی.
د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د خاص ارزګان د ولسوالۍ مرکز، د امنیه قوماندانۍ او څلور امینتي پوستې یې نیولي او پولیس د ملي اردو کمپ ته تللي دي.
قاري یوسف احمدي په چوره ولسوالۍ کې د دوی لورته د اوښتې مرګ ژوبلې خبرې هم رد کړې.