افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸ تنه د کرونا له امله مړه شوي
له دغه وزارت د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳،۸۷۵ کسانو کرونا ټسټ شوې چې ۱،۶۴۷ کسان په دغه ویروس اخته پېژندل شوي.
دغهشان په همدې موده کې ۷۸ کسان ترې مړه شوي او ۲۳۲ ترې روغ شوي دي.
په دې سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو تر اوسه ۹۴،۹۱۹ کسان په دې وبا اخته شوي او ۳،۷۶۱ کسان ترې مړه شوي دي.