پوتین: که امریکا ورته اقدام ته اماده وی، شکمن سایبر مجرمین به مو ورسپارلي وی
پوتین دا خبرې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تر لیدنې مخکې په هغه مرکه کې کړي چې نن د روسیې په دولتي ټلوېزیون خپره شوې ده.
پوتین ویلي که مسکو او واشنګټن په دې تړاو موافقې ته رسېدلي وی، نو مسکو د سایبر جرمونو شکمن عاملین امریکا ته سپارل په دې شرط چې امریکا هم ورته کار کړی وی.
تمه ده پوتین او بایډن د جون په ۱۶مه په جنوا کې وګوري. د امریکا او روسیې اړیکې دا وروستي کلونه د روسیې د سایبري حملو په خاطر کړکېچنې شوې دي.
سپینې ماڼۍ ویلي بایډن به له پوتین سره په لیدنه کې د دغو بریدونو موضوع راپورته کړي.
د سایبري بریدونو مسئله یو وار بیا تازه وروسته له هغه ډېره یادېږي چې امریکايي چارواکو ویلي سایبري بریدګرو له روسیې په ختیځه څنډه کې د ګازو د پایپلاینو چلوونکی هدف ګرځولی.
سیسټمیې ورتړلی او پيسې یې ترې غوښتي.