نړیوالو پولیسو ۱۸ هېوادونو کې د منظمو جرمونو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي
اسټرالیا او نیوزیلنډ لومړي هېوادونه وو چې په دې اړه یې تفصیلي معلومات علني کړل او ویې ویل چې د نړۍ په کچه د منظمو جرمونو شبکې ته لویه ضربه رسېدلې.
تمه ده 'یوروپول' او 'اېف.بي.ای' په خپلو سیمو کې د دغو عملیاتو په اړه تفصیل شریک کړي.
د اسټرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن په یوه خبري غونډه کې وویل: "یوازې په اسټرالیا کې ۲۲۴ کسان د دغوعملیاتو پر مهال نیول شوي او نه یوازې په دې هېواد کې بلکې په ټوله نړۍ کې منظمو جرمونو ته لویه ضربه رسېدلې ده."
د امریکا د تحقیقاتو فدرال ادارې او نورو ادارو پر مشکوکو کسانواستخبارات راټول کړي او د هغوی د پټو پیغامونو مانا یې موندلې.
د اسټرالیا رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد د مخدره موادو د قاچاق یوه تښتېدلی مشر په ترکیه کې د جنایتکارانو په شبکه کې د 'ANOM' په نوم نه تعقیبېدونکي ټیلیفونونه ووېشل او له همدې لارې يې پټې خبرې او راکړه ورکړه کوله.
وروسته اتلس میاشتې د مخدره موادو قاچاق وړونکو او تښتېدلو مجرمینو د پولیسو د ادارو په حضور کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.
اسټرالیايي پولیسو ویلي چې په نړۍ کې ۱۱۰۰۰ جنایتکارانو 'ANOM' ټیلیفونونه کارول.