بدخشان کې د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ 'اخوډب کې ۳ تنه' ووژل
د بدخشان د عامې روغتیا رئیس محمد نور خاوري نن ازادي راډیو ته وویل چې د ډزو پر مهال تر ۴۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.
د بدخشان د مرکز فیضاباد سلګونه اوسېدونکو نن سهار مظاهره وکړه، دوی ویل چې د شورابک د برېښنا بند د پرانیستو چارې ځنډېدلي، ناامنۍ زیاتې شوي او د څښاک د اوبو ستونزې لري.
د ولایت د ودانۍ مخې ته د اعتراض کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ اخوډب رامنځته شو.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وایي د اعتراض کوونکو د ډبرو د ویشتو له امله یو شمېر افغان ځواکونه ټپیان شوي او اعتراض کوونکو یو شمیر دولتي تأسیساتو ته اور اچولی دی.
سیمهییز چارواکي وایي چې د شورابک د برېښنا بند چارې تېره اوونۍ بشپړې شوې، خو اعتراض کوونکي وایي چې حکومت د دې بند د پرانیستو نیت نهلري.