د پاکستان سند ایالت کې د رېلګاډو ټکر کې د مړه شویو شمېر لږترلږه ۳۶ ته لوړ شو
په دې پېښه کې چې نن سهار د دهرکي ښارګوټي ته نږدې شوې، لږترلږه ۶۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
په کراچۍ کې د ریلګاډي ادارې یوه چارواکي ګل حسن ازادي راډیو ته وویل چې له مسافرو ډک یوه رېل له بل ګړندي رېل سره ټکر وکړ او له پټلۍ بېلارې شو.
هغه وویل چې د دغې پېښې په اړه څېړنه پیل شوې ده. ژغورونکو په ویجاړو شویو واګونونو کې د بند پاتې شويو خلکو د را ایستلو لپاره د ځانګړو وسایلو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې دغې پېښې سخت ټکان ورکړی او ژمنهیې کړې چې په اړه بهیې بشپړه څېړنه سرته ورسوي.