کرونا؛ د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ اوورېزې سیالۍ بیا وځنډول شوې
د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ اوورېزې سیالۍ چې د کرونا له امله ځنډول شوي وې، د درېیم ځل لپاره یو ځل بیا وځنډول شوي.
د پاکستان سوپرلیګ له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ د جون په لومړۍ نېټه پيل شي، خو بیا د جون پنځمې ته وځنډول شوې او تازه یو ځل بیا نېټه ورکړل شوې چې یادې سیالۍ به د جون په ۹مه نېټه پيل شي.
په اعلامیه کې راغلي، د پاکستان پي اېس اېل لیګ به د جون میاشتې په نهمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي او د یادې میاشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام وکړي.