د سولې مذاکره کوونکي پلاوي رئيس د اروپايي ټولنې له استازي سره وکتل
په دې کتنه کې ښاغلي ستانکزي وویل، په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ راز مشروعیت نه لري او د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی د سولې خبرو ته پوره چمتووالی لري او له مقابل لوري هم د جدي ارادې هیله کوي.
ښاغلي نیکلاسن وویل چې اروپايي ټولنه د سولې په پروسه کې د ټولنې د بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو د رول ملاتړ کوي.