د اروپایي اتحادیې ۷ هېوادونو د سفر لپاره د کرونا ډیجیټلي جواز ورکوي
د اروپايي کمېسیون له اعلان سره سم، چک جمهوریت، بلغاریا، ډنمارک، کرویشیا، جرمني، پولنډ او یونان هغه هېوادونه دي چې په دې برخه کې یې د جواز ورکړه پیل کړې ده.
دا ډیجټلي جواز هغه چا ته ورکول کېږي چې د کرونا ضد واکسین یې کړی وي، یا یې کرونا تېره کړي وي او یا هم منفي ټېست ولري.
په پام کې ده چې نور اروپايي هېوادونه هم دا پروسه پیل کړي.