ایران او ۴ نورو هېوادونو ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي خبرداری!
سرمنشي د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ رييس ولکان بوزکر ته په یوه لیک کې ویلي، ایران، د منځنۍ افریقا جمهوریت، کومرس، سایوتومې او سومالیا به په دې خاطر چې د ملګرو ملتونو پوروړي دي، په عمومي اسمبلۍ کې د رایې له حقه بې برخي شي.
د ملګرو ملتونو د منشور د ۱۹مې مادې له مخې، که د عمومي اسمبلۍ هر غړی هېواد دوه کاله د غړیتوب حق ورنه کړي، په دې اسمبلۍ کې د رای ورکولو له حقه محرومېږي.