پاکستان کې پر خبریالانو د حملو زیاتېدو د بشر حقونو څو مؤسسو اندېښنه پارولې
دوی د پاکستان پر حکومت انتقاد کړی او په دې برخه کې یې د څېړنو غوښتنه کړې ده.
د بشر حقونو څارونکې ډلې، د بخښنې نړیوال سازمان او د حقوقپوهانو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې ګډه اعلامیه خپره کړې چې په پاکستان کې پر ازادو رسنیو فشارونه او حملې ډېرې شوې دي.
دغو درې مؤسسو ویلي چې پر هغو ژورنالېستانو چې د حکومت او پوځ پر ضد انتقادي لیکنې خپروي، د فشار او حملو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی.