د افغانستان-چین د نښلیدونکي سړک ۱۵ سلنه رغنیزې چارې بشپړې شوې
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې له چین سره د نښلېدونکې لارې رغنیزې چارې ۱۵ سلنه پرمختګ کړی او نور کار یې هم په چټکۍ سره دوام لري.
د دغه وزارت ویاند احمد خلیل امید نن چهارشنبه (د غویي په ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا جغلي سړک چې ۴۹.۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د بدخشان ولایت د پامیر له بزهای ګُنبد خور له سیمې پیل او د واخان ولسوالۍ تر پایه پورې چې کابو د چین سرحدي نقطې ته رسېږي غځيدلی.
دی وايي: "یاد سړک چې د افغانستان دولت له راتلونکي پلان سره سم د واخان کورېډور برخه جوړوي پر مټ به يې افغانستان د سیمه ییز نښلون اقتصاد محوره سیاست ته څو ګامه نور هم ورنږدې کړي."
نوموړی زیاتوي، دا جغلي به د اسفالټي سړک لپاره بنسټ شي، چې پرمټ به یې افغانستان او چین هېوادونه سره ونښلي،
مسوولين وايی، د څه باندې ۳۶۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د دې سړک د جوړولو لپاره د ټولګټو وزارت له خوا له ۲۲ سیمه ېیزو شوراګانو سره تړون شوی، چې مالي لګښت یې له ملي بودیجې ورکول کېږي.
د دوی په خبره، واخان کورېډور به نه یوازې د چین او افغانستان تر منځ لنډه لار وي، چې خام مواد او تولیدات به یې له لارې تبادله کیږي، بلکه د واخان ملي پارک ته به هم د سیلانیانو په تګ راتګ کې مرسته وکړي.